ځينو انسانانو کې د مشري خاصيتونه د وړوکوالي راهيسي موجود وي ، په دا ډول انسانانو کې فليکسيبيلټي ( flexibility) ډېره کمه وي يعنې خپل ځانګړي نظريات او افکار لري او غواړي چې نور خلک هم د ده په افکارو روان شي خو دی د نورو خلکو سره په هر اخور شخوند نه وهي ( لکه څرنګه چې واړه سياست دانان کوي يعنې هره ډله چې درنه وي هغې طرفته خپل افکار کاږه کړي )
د مشري خاصيت لرونکې انسانان عموما په اوايلو کې د خلکو چندان نه وي خوښ ځکه چې د ده مزاج نسبتأ سخت او زيات نرتوب ته مايله وي ، دی په خپلو
ملګرو هم ښه نه لګيږي ځکه چې دی د هغوئ نه مختلف او په مزاج کې يې ثقالت او نرتوب زيات وي په دې خاطر هغوئ خپل همعصر د خپل ځان نه زيات د نر په حيث نشي زغملی .
په دې خاطر ده سره د ده ملګري هم حسد کوي ، خبرې ورپسې کوي ، او کوښښ کوي چې د خپل ځان په څير يې بې وزرو کړي ....!
خو دې انسان سره درې لارې وي .
۱: خپل مزاج بدل کړي او خلکو سره په هره لاره روان شي يعنې په خلکو کې منحل شي .
۲: په خپله تنهايي کې او د متفاوت انسان په څير ژوند وکړي او مړ شي ، عموما دا ډول خلک ښه ناقدين او يو څه په ذهني تعذيب کې ښکېل وي ، ځکه چې دا ډول خلک د خپل فکر نه متفاوت خلک وينې خو د بدلولو وسه يې نه لري .
۳: دريمه لاره ډېره سخته ده او هغه دا چې په تنهاي کې په خپل ځان کار وکړي ، دومره محنت وکړي چې خلک د ده تابع کېدلو ته مجبوره شي ، خلک د ده سخت والی وزغمي ، د ده په افکارو کې خپل نجات ومومي ، هر کله چې خلک ده ته قايله کېږي د ده هغه پخواني ملګري هم رفته رفته په نااميدي کې خپل افکار د ده په اړه بدلوي او ده ته قايله کېږي ، خو دا لار سخته په دې ده چې ډېر ابتدايي وختونو راهسې انسان مجبور وي چې نه يوازې د حالاتو مقابله وکړي بلکه په خپل ځان کار هم وکړي ، شايد د خلکو په قايله کولو کې او خپل ځان په خلکو منلو کې ډېر وخت ولګيږي خو تر اخره د دې لارې نيول لازمي دي .
دا خبرې شايد تاسې ته پکار راشي .